د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د نوم پر ایستلو غور کوي.
دغه وزارت د دوشنبې د وري ۱۳مه، د روسیې تاس خبري اژانس ته وویل، چې په دغه هېواد کې د ترهګرو سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو موضوع تر غور لاندې ده.
د راپور پر بنسټ، "د روسیې د حکومت د عدلیې، بهرنیو چارو وزارتونه او نور اړوند بنسټونه د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د تحریک د ایستلو په اړه کار کوي."
د يادونې وړ ده، چې د روسيې حکومت تر دې مخکې هم طالبان د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړي وو.
خو؛ مسکو له طالبانو سره له هغه وروسته نږدې اړیکې لري چې دغې ډلې په افغانستان کې واک تر لاسه کړ.
جمهورخبري آژانس