طالبان:

د حاجي نبي ښارګوتي غصب شوې ځمکې به ځانګړې محکمې ته وسپارل شي

15 حمل 1403 ساعت 13:14

د طالبانو ډلې د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د کابل په لویدیځ کې د حاجي نبي ښارګوټي د غصب شویو ځمکو موضوع به ځانګړې محکمې ته وسپاري.


د طالبانو ډلې د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د کابل په لویدیځ کې د حاجي نبي ښارګوټي د غصب شویو ځمکو موضوع به ځانګړې محکمې ته وسپاري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه وزارت نن چهارشنبې د وري ۱۵مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ډلې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون د یوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې په امید سبز ښارګوټي (حاجي نبي ښارګوټي) د غصب شويو دولتي ځمکو د قضيو د څېړل ځانګړې محکمې ته وسپاري.

طالبانو ویلي چې د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند امید سبز ښارګوټي کې یې د ۱۵۹۵ جریبه ځمکې پر سر خبرې کړې دي.

اضافي اعلامیه: د کمیسیون او د کابل د تخنیکي بورډ د څیړنو پر بنسټ د امید سبز د تصفیې یو شمېر ځمکې د امارتي پلاټونو په لړ کې شاملې دي او یو شمیر اسناد هم کمیسیون ته سپارل شوي دي. د دې له مخې، کمیسیون پریکړه کړې چې د غصب شویو اماراتو د ځمکو د قضیې د حل په موخه دې موضوع ځانګړې محکمې ته د شرعي او قانوني پریکړې په موخه انتقال کړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170711

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170711/

جمهور
  https://www.jomhornews.com