د طالبانو ډلې د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د کابل په لویدیځ کې د حاجي نبي ښارګوټي د غصب شویو ځمکو موضوع به ځانګړې محکمې ته وسپاري.
د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه وزارت نن چهارشنبې د وري ۱۵مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ډلې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون د یوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې په امید سبز ښارګوټي (حاجي نبي ښارګوټي) د غصب شويو دولتي ځمکو د قضيو د څېړل ځانګړې محکمې ته وسپاري.
طالبانو ویلي چې د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند امید سبز ښارګوټي کې یې د ۱۵۹۵ جریبه ځمکې پر سر خبرې کړې دي.
اضافي اعلامیه: د کمیسیون او د کابل د تخنیکي بورډ د څیړنو پر بنسټ د امید سبز د تصفیې یو شمېر ځمکې د امارتي پلاټونو په لړ کې شاملې دي او یو شمیر اسناد هم کمیسیون ته سپارل شوي دي. د دې له مخې، کمیسیون پریکړه کړې چې د غصب شویو اماراتو د ځمکو د قضیې د حل په موخه دې موضوع ځانګړې محکمې ته د شرعي او قانوني پریکړې په موخه انتقال کړي.
جمهورخبري آژانس