۰

یونما: له جګړې څخه پاتې چاودیدونکي توکي د افغانانو ژوند ګواښي

پنجشنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۸
یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت وايي، په افغانستان کې له جګړې څخه پاتې شوي چاودېدونکي توکي لا هم د دغه هېواد د اتباعو ژوند ګواښي.
یونما: له جګړې څخه پاتې چاودیدونکي توکي د افغانانو ژوند ګواښي
یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت وايي، په افغانستان کې له جګړې څخه پاتې شوي چاودېدونکي توکي لا هم د دغه هېواد د اتباعو ژوند ګواښي.

دغه اداره نن پنشنبې د وري ۱۶ مه د ماین پاکۍ په برخه کې د عامه پوهاوي او همکارۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې لا هم ماینونه او ناچاوده مهمات په ټول افغانستان کې پراته دي او د دغه هېواد د اتباعو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند ګواښي.

یونما زیاته کړه چې د څو لسیزو جګړو په ترڅ کې نږدې ۴۵ زره افغانان د ماینونو د چاودنې له امله مړه یا ټپیان شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ دفتر په افغانستان کې څه باندې درې زره کیلومتره خاوره له ماینونو پاکه کړې ده.

بیان زیاتوي، "خو ناچاوده وسله او ځمکني ماینونه لا هم په ټول افغانستان کې پراته دي، چې ټولنې په ځانګړې توګه ماشومان ګواښي، ځکه چې دوی د خپل ژوند د بیارغونې په لټه کې دي."

UNMA د جګړې د پاتې شونو د ماینونو او چاودیدونکو توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي د کچې د لوړولو او په افغانستان کې د ماین پاکۍ د کارونو د ملاتړ لپاره د یو اتحاد غوښتنه کړې ده.

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم په اېکس پاڼه په یوه پیغام کې ویلي "ځمکنۍ ماینونه، چاودیدونکي توکي او د جګړې پاتې شوني په مستقیم ډول په ملیونونو خلک چې په وسله والو جګړو کې ښکیل دي، له افغانستان څخه تر سوډان، اوکراین او غزې پورې ګواښي."

هغه ټینګار وکړ چې "هیواد په هیواد کې، ټولنه په ټولنه کې، راځئ چې نړۍ له دې وسلو څخه یو ځل او د تل لپاره وباسو."

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي