اعتراض کوونکې ښځې: طالبانو منيژه صدیقي په زور اعتراف ته اړ کړې

19 حمل 1403 ساعت 8:07

یو شمېر ښځینه فعالانې وايي، طالبانو په زور، فشار او شکنجې اغلې منيژه صدیقي اعتراف کولو ته اړ کړې.


یو شمېر ښځینه فعالانې وايي، طالبانو په زور، فشار او شکنجې اغلې منيژه صدیقي اعتراف کولو ته اړ کړې.

دغو فعالانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې نړيوال سازمانونه بايد د طالبانو له زندانونو زياته څارنه وکړي.

فعالانو ویلي چې د طالبانو زندانونه د بندیانو په ځانګړې توګه د ښځو د شکنجې په مرکز بدل شوي دي.

دوی له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي چې د منېج صدیقي د ژر تر ژره خلاصون لپاره جدي اقدام وکړي.

باید وویل شي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د منیجې صدیقي د جبري اعتراف ویډیو خپره کړې وه.

دا ډله له دوو کلونو راهیسې فعالین نیول او زنداني کوي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170822

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170822/

جمهور
  https://www.jomhornews.com