یو شمېر ښځینه فعالانې وايي، طالبانو په زور، فشار او شکنجې اغلې منيژه صدیقي اعتراف کولو ته اړ کړې.
دغو فعالانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې نړيوال سازمانونه بايد د طالبانو له زندانونو زياته څارنه وکړي.
فعالانو ویلي چې د طالبانو زندانونه د بندیانو په ځانګړې توګه د ښځو د شکنجې په مرکز بدل شوي دي.
دوی له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي چې د منېج صدیقي د ژر تر ژره خلاصون لپاره جدي اقدام وکړي.
باید وویل شي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د منیجې صدیقي د جبري اعتراف ویډیو خپره کړې وه.
دا ډله له دوو کلونو راهیسې فعالین نیول او زنداني کوي.
جمهورخبري آژانس