بلخ کې یو پخوانی سرتېری د طالبانو له خوا تر شکنجې وروسته وژل شوی دی

20 حمل 1403 ساعت 9:20

په بلخ کې دولتي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو پخوانی سرتېری د طالبانو له لوري تر شکنجو وروسته وژل شوی دی.


په بلخ کې دولتي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو پخوانی سرتېری د طالبانو له لوري تر شکنجو وروسته وژل شوی د

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پخوانى سرتېرى ضياءالرحمن ايازي نومېده او د تېر حکومت پر مهال يې د مزارشريف ښار د درېيمې امنيتي حوزې د جنايي قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.

سرچينې زياته کړې، چې دغه سرتېرى د طالبانو له لوري نيول شوى او سخت شکنجه شوى دى.

د دوی په وینا، ایازي د مزارشریف ښار د ابو علي سینا بلخي مدرسې په روغتون کې د همدې امله ساه ورکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان له واکه تر لاسه کولو وروسته د پخواني افغان امنیتي ځواکونو سلګونه غړي نیولي، شکنجه کړي او ورک کړي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170878

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170878/

جمهور
  https://www.jomhornews.com