په بلخ کې دولتي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو پخوانی سرتېری د طالبانو له لوري تر شکنجو وروسته وژل شوی د
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پخوانى سرتېرى ضياءالرحمن ايازي نومېده او د تېر حکومت پر مهال يې د مزارشريف ښار د درېيمې امنيتي حوزې د جنايي قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.
سرچينې زياته کړې، چې دغه سرتېرى د طالبانو له لوري نيول شوى او سخت شکنجه شوى دى.
د دوی په وینا، ایازي د مزارشریف ښار د ابو علي سینا بلخي مدرسې په روغتون کې د همدې امله ساه ورکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان له واکه تر لاسه کولو وروسته د پخواني افغان امنیتي ځواکونو سلګونه غړي نیولي، شکنجه کړي او ورک کړي دي.
جمهورخبري آژانس