په فاریاب کې عامه سرچینې وايي چې د پخواني حکومت دوه سرتېري د طالبانو له لوري نیول شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پخواني سرتېري چې معروف عطايي او صبغت الله عطايي نومېږي، د وري په ١٨مه د دغه ولايت له کوهستان ولسوالۍ څخه د طالبانو له لوري نيول شوي دي.
دغو دوو کسانو د تېر حکومت په کورنیو چارو وزارت کې کار کاوه؛ خو د پخواني رژیم له نسکوریدو وروسته مصرف شخصي کار و.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان له واکه تر لاسه کولو وروسته د پخواني افغان امنیتي ځواکونو سلګونه غړي نیولي، شکنجه کړي او ورک کړي دي.
جمهورخبري آژانس