۰
زاهد حسین:

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي

دوشنبه ۲۰ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۹
د پاکستان د سوداګرو د ټولنې مشر ميا زاهد حسين وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغان خاوره د پاکستان د حکومت پر ضد غولول کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي
د پاکستان د سوداګرو د ټولنې مشر ميا زاهد حسين وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغان خاوره د پاکستان د حکومت پر ضد غولول کېږي.

زاهد حسین پرون یکشنبې د وري ۱۹ مه له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړه، چې له یوې خوا طالبان له اسلام اباد سره د سوداګریزو اړیکو غوښتنه کوي او له بلې خوا د دوی خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

نوموړي په اوسنيو شرايطو کې له پاکستان سره د سوداګريزو تړونونو د لاسليکولو په برخه کې د طالبانو تمې غير واقعي وبللې.

د پاکستان د سوداګرو د ټولنې مشر زیاته کړه، "ترهګر د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د ویرولو اجنډا تعقیبوي."

زاهد حسین دې ته اشاره وکړه چې چینايي پانګوال په افغانستان کې خوندي دي، خو په پاکستان کې ناامنه دي.

هغه له بیجینګ وغوښتل چې په پاکستان کې د ترهګرۍ د ګواښ د ختمولو لپاره له اسلام اباد سره همکاري وکړي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې هم ځانمرګي بريد پنځه چينايي انجنيران وژلي وو.

د پاکستان تحریک طالبان چې د افغان طالبانو له خوا یې ملاتړ کیږي، د دغه برید مسوولیت منلی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي