۰

په ننګرهار کې د ماين د چاودنې له امله يو کروندګر وژل شوى دى

سی شنبه ۲۱ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۴
د ننګرهار سیمه ییزې سرچینې وايي، د دې ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله یو کروندګر وژل شوی دی.
په ننګرهار کې د ماين د چاودنې له امله يو کروندګر وژل شوى دى
د ننګرهار سیمه ییزې سرچینې وايي، د دې ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله یو کروندګر وژل شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا پېښه د دوشنبې په ورځ د وري په ٢٠مه هغه مهال رامنځته شوه، چې دغه کروندګر په خپله ځمکه کې کار کاوه.

ويل کيږي چې دغه ماين دجګړې په بهيرکې پاتې شوى دى.

د يادونې وړ ده، چې له جګړې څخه د پاتې شويو توکو چاودنې تل د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې په افغانستان کې څلور میلیونه وګړي د جګړې د پاتې شونو او ماینونو له ګواښ سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي