د پنجشېر د سيمه ييزې ادارې دوه کارکوونکي د طالبانو له خوا ونيول شول

21 حمل 1403 ساعت 8:07

په پنجشېر ولايت کې عامه سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د سيمه ييزې ادارې دوه کارکوونکي د طالبانو له خوا نيول شوي دي.


په پنجشېر ولايت کې عامه سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د سيمه ييزې ادارې دوه کارکوونکي د طالبانو له خوا نيول شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د لوړو زده کړو د موسسې تدريسي مدير عظيم الله او د پنجشير د کرنې رياست يو کارکوونکى محمد نواب تېره ورځ د پنجشير د استخباراتو له خوا له خپلو کاري ځايونو څخه نيول شوي دي.

ویل شوي، چې دغه کسان تر نیول کېدو وروسته د پنجشیر په «دشتک» سیمه کې د طالبانو مرکزي زندان ته انتقال شوي دي.

تر اوسه د دغو کسانو د نيولو انګېزه نه ده څرګنده شوې.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170914

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170914/

جمهور
  https://www.jomhornews.com