په پنجشېر ولايت کې عامه سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د سيمه ييزې ادارې دوه کارکوونکي د طالبانو له خوا نيول شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د لوړو زده کړو د موسسې تدريسي مدير عظيم الله او د پنجشير د کرنې رياست يو کارکوونکى محمد نواب تېره ورځ د پنجشير د استخباراتو له خوا له خپلو کاري ځايونو څخه نيول شوي دي.
ویل شوي، چې دغه کسان تر نیول کېدو وروسته د پنجشیر په «دشتک» سیمه کې د طالبانو مرکزي زندان ته انتقال شوي دي.
تر اوسه د دغو کسانو د نيولو انګېزه نه ده څرګنده شوې.
جمهورخبري آژانس