د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه کې عامه سرچینې وايي چې د دې ولسوالۍ په رسول اکرم ښارګوټي کې یو ځوان د غلو له خوا وژل شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، غلو دغه ځوان د يکشنبې په ورځ د رسول اکرم په ښارګوټي کې د اوبو رسولو ته څېرمه په کوڅه کې په چاقو وواژه.
سرچينې زياته کړې، چې دغه ځوان احمد شبير نومېده او ١٩ کلن و.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په ياده سيمه کې د غلا او اختطاف ګڼې پېښې رامنځته شوې دي.
جمهورخبري آژانس