۰

کرزي یو ځل بیا د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه وکړه

سی شنبه ۲۱ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۵۰
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اختر په مناسبت د افغانستان خلکو ته په خپل پیغام کې یو ځل بیا طالبانو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
کرزي یو ځل بیا د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه وکړه
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اختر په مناسبت د افغانستان خلکو ته په خپل پیغام کې یو ځل بیا طالبانو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي کرزي نن سه شنبه د وري ۲۱مه وویل چې زه یو ځل بیا له اسلامي سرپرست حکومت څخه غواړم چې د یو سوکاله، خپلواک او خودکفا افغانستان لپاره ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې طالبان باید ښځو ته د کار کولو شرایط برابر کړي ترڅو "زموږ نجونې او خویندې خپل حقونه ترلاسه کړي او زموږ هیواد له فقر او وروسته پاتې والي څخه خلاص شي."

حامد کرزي په هېواد کې اقتصادي بحران ته په اشارې سره له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

نوموړي د هېواد له شتمنو خلکو هم وغوښتل چې له اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان تر واک لاندې راوستو وروسته پر نجونو او ښځو ښوونځي، پوهنتون، کار او سفر بندیز لګولی دی.

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي