۰
پاکستاني رسنۍ:

په تېرو لسو ورځو کې تر ۸.۵ زره ډېر افغان کډوال شړل شوي

دوشنبه ۲۷ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۱
د پاکستان یوې رسنۍ "سما ټلویزیون" خبر ورکړی چې د پاکستان حکومت په لسو ورځو کې څه باندې اته نیم زره افغان کډوال ایستلي دي.
په تېرو لسو ورځو کې تر ۸.۵ زره ډېر افغان کډوال شړل شوي
د پاکستان یوې رسنۍ "سما ټلویزیون" خبر ورکړی چې د پاکستان حکومت په لسو ورځو کې څه باندې اته نیم زره افغان کډوال ایستلي دي.

تېره شپه دغې رسنۍ راپور ورکړ چې د پاکستان حکومت د اپریل له درېیمې نېټې څخه تر ۱۳مې نیټې پورې لږ تر لږه ۸۵۸۱ افغان کډوال چې ۳۱۲۷ نارینه، ۱۹۷۲ ښځې او ۳۴۸۲ ماشومان په کې شامل دي له هېواده ایستلي دي.

د راپور له مخې په شړل شویو کډوالو کې ۳۱۰ کورنۍ هم شاملې دي چې له ۲۸۷ موټرو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

راپور زیاتوي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج له پیل راهیسې ۵۳۵۹۴۰ کسان ایستل شوي دي.

د بشري حقونو د سازمانونو له نیوکو سره سره، د پاکستان حکومت د تېر کال په وروستیو کې د شاوخوا ۱،۷ میلیونه افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل کړ.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي