۰

کندهار کې د وروستیو اورښتونو له امله ۱۴۶ کورونه نړېدلي

دوشنبه ۲۷ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۵
د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله ۱۴۶ کورونه نړېدلي دي.
کندهار کې د وروستیو اورښتونو له امله ۱۴۶ کورونه نړېدلي
د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله ۱۴۶ کورونه نړېدلي دي.

د چارواکو په وينا، د باران له امله د کندهار د بېلابېلو ولسواليو او مرکز په کليو کې دغه کورونه لوېدلي او نړېدلي دي.

دوی دا هم تاییدوي چې په دغو پیښو کې ۲۴۳ پسونه مړه او د تیزو بادونو له امله د سولر شیشې ماتې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې په ټول افغانستان کې سخته واوره او بارانونه شوي دي.

د هېواد په يو شمېر سيمو کې د سختو بارانونو له امله سيلابونو خلکو ته زيانونه اړولي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي