اروپا مېشتو افغانانو د اتحاديې يو شمېر استازو او مشرانو د طالبانو له سياسي مرستيال سره په کتنه کې د نجونو د ښوونځيو د بيا پرانيستلو غوښتنه وکړه.
طالبانو نن سه شنبې د وري ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې په اروپا کې د مېشتو افغانانو د اتحادیې له یو شمېر استازو او مشرانو سره وکتل.
په دې غونډه کې دوی د خطرناکو ښوونځیو د بیا پرانیستلو او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه.
دوی زیاته کړه چې د طالبانو د امارت د چوکاټ د پیاوړتیا لپاره په حکومت کې د نورو ډلو د شاملولو اړتیا ده.
د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال همدارنګه وویل چې ګواکې افغانستان طالبانو ته په میراث پاتې دی او دغې ډلې د دغه هېواد د آبادۍ او د نظام د فعالولو او پیاوړتیا کار له هماغه پیله پیل کړ.
دغه طالبانو ادعا کړې، چې ولس به هېڅکله دا هیله ونه کړي، چې د تېرو فاسدو چارواکو بېرته واک ته ورسېږي او نه غواړي، چې افغانستان د واک پر ټاپو او د غصب، فساد او نشه یي توکو په مرکز بدل شي.
د طالبانو د ډلې دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په افغانستان کې د دغې ډلې واکمنۍ شل کاله د افغانانو ټولې شتمنۍ له منځه وړې او افغانستان څو لسیزې شاته لاړ.
جمهورخبري آژانس