د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، چې د دې جبهې ځواکونو په بغلان کې د پوځي عملياتو په ترڅ کې درې وسله وال طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.
دغې جبهې نن سه شنبه د وري ۲۸ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه برید په پلخمري ښار کې د طالبانو د ملاتړ پر یوې پوستې شوی دی.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې بريدکې يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
په اعلامیه کې راغلي چې دا برید تېره شپه ۹:۱۰ بجې شوی دی.
ازادي راډیو د خپلو ځواکونو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس