۰

د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست د IMC موسسې له مشر سره وکتل

چهارشنبه ۲۹ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۸
د طالبانو د ډلې د اقتصاد وزارت سرپرست دین حنیف د افریقايي او اسیایي هېوادونو لپاره د MIC انسټیټیوټ له سیمه ییز مشر ډیف ایسټمن او د افغانستان لپاره د دغه انسټیټیوټ له مشر احمد کاسوس سره کتلي دي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست د IMC موسسې له مشر سره وکتل
د طالبانو د ډلې د اقتصاد وزارت سرپرست دین حنیف د افریقايي او اسیایي هېوادونو لپاره د MIC انسټیټیوټ له سیمه ییز مشر ډیف ایسټمن او د افغانستان لپاره د دغه انسټیټیوټ له مشر احمد کاسوس سره کتلي دي.

د طالبانو ډلې د اقتصاد وزارت نن چهارشنبې د وري ۲۹ مه د ډیوې ایسټمن له خوا په خپره شوې اعلامیه کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو فعالیتونو په اړه د اقتصاد وزارت مشرتابه ته معلومات ورکړل.

ښاغلي ډیف زیاته کړه چې د IMC نړیوال انستیتیوت له څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې کار کوي.

د طالبانو د ډلې د اقتصاد وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې د کورنیو د اقتصادي او کورني وضعیت د ښه والي لپاره باید ملګري بنسټونه د حرفوي کورسونو په جوړولو او د وړو پراختیایي پروژو په پلي کولو سره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې فعال رول ولوبوي چې د کار زمینه ورته برابره شي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي