۰

روسیې او تاجکستان د افغانستان په پوله کې پوځي تمرینات پیل کړل

چهارشنبه ۲۹ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۳
د روسيې د دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد او تاجکستان پوځيانو د تاجکستان په خاوره کې د ناقانونه وسله والو پر ضد د مبارزې او د پولو د ساتنې لپاره ګډ پوځي تمرينات پيل کړي دي.
روسیې او تاجکستان د افغانستان په پوله کې پوځي تمرینات پیل کړل
د روسيې د دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد او تاجکستان پوځيانو د تاجکستان په خاوره کې د ناقانونه وسله والو پر ضد د مبارزې او د پولو د ساتنې لپاره ګډ پوځي تمرينات پيل کړي دي.

د روسيې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو تمرينونو کې د روسيې پوځيان چې په تاجکستان کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د اډې پرسونل په تېره بيا غرنۍ، زغره وال، توپخانه، د څارنې قطعې، د Mi-24 بريد څرخي الوتکې عمله او د ترانسپورت جنګي الوتکې برخه اخلي. چورلکې

د روسيې د دفاع وزارت وايي، په دغو تمرينونو کې د دواړو هېوادونو د کيمياوي او بيولوژيکي وړانګو د ساتنې، د بې پيلوټه الوتکو د عملياتو او د ګرځنده الکترونيکي جنګي ډلو کارپوهان برخه اخلي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي