د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال د اسیا د فوټسال جام سیالیو په چوکاټ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د ایران د فوټسال له ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
دا لوبه به نن پنجشنبې د وري ۳۰ مه د کابل پر وخت د ماسپښین ۱:۳۰ بجې د تایلنډ په بنکاک کې ترسره شي.
د هېواد د فوټسال ملي لوبډله په (D) ګروپ کې د ایران، بحرین او کویت له لوبډلو سره ده.
د يادونې وړ ده، چې د اسيا د فوټسال ملي جام سيالۍ د تايلند په کوربه توب په څلورو ګروپونو کې ترسره شوې.
جمهورخبري آژانس