د طالبانو تر ادارې لاندې د هوا پېژندنې اداره وايي، په ۲۹ ولایتونو کې یې د واورې او سختو ورښتونو اټکل کړی دی.
د دغه ریاست له خوا نن پنشنبې د وري ۳۰ مه اعلان شوی چې د جمعې او شنبې په ورځو به د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې باران او واوره وریږي او دغه بارانونه به د بریښنا او سیلابونو سره مل وي.
دغه بارانونه په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، کابل، پروان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، ولایتونو کې اورېدلي دي. دایکندي، بادغیس، غور، هلمند، ارزګان، کندهار او زابل یې وړاندوینه وکړه.
د اعلامیې پر بنسټ، د واورې اندازه له 15 څخه تر 30 سانتي مترو پورې ده او د اورښت اندازه له 15 څخه تر 60 ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
په ورته وخت کې نن هم د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې واوره او باران ورېږي.
جمهورخبري آژانس