د لغمان د ولایتي شورا د پخواني مرستیال اجمل وفا خپلوان وايي چې ښاغلی وفا د طالبانو له خوا نیول شوی دی.
د دوی په وینا ښاغلي وفا په دغه ولایت کې د طالبانو د عمومي بښنې د فرمان په باور خپل عادي ژوند ته دوام ورکړ. خو د پنجشنبې په ورځ د دغې ډلې د جنګیالیو له خوا د مهترلام ښار له لومړۍ ناحیې څخه ونیول شول.
دوی زیاتوي، چې ښاغلی وفا له نیول کېدو وروسته په لغمان کې د طالبانو نظامي مرکز ته لېږدول شوی دی.
د طالبانو له خوا د ښاغلي وفا د نیول کېدو لامل او انګیزه لا نه ده روښانه شوې.
باید وویل شي، چې ښاغلی وفا تر دې وړاندې هم د طالبانو له خوا نیول شوی و، خو د وسله والو طالبانو له لوري له ډېر ځورونې وروسته بېرته خوشې شو.
جمهورخبري آژانس