۰

ایران طالبانو ته! حقابه د اړیکو د پراختیا مهم عامل دی

دوشنبه ۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۲۶
د ولسمشر ځانګړی استازی او د ایران د سفارت سرپرست د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو له سرپرست مولوی امیرخان متقي سره په کتنه کې وویل، د ایران د اوبو حق د تامینول د تهران او کابل د اړیکو د پراختیا مهم عامل دی.
ایران طالبانو ته! حقابه د اړیکو د پراختیا مهم عامل دی
د ولسمشر ځانګړی استازی او د ایران د سفارت سرپرست د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو له سرپرست مولوی امیرخان متقي سره په کتنه کې وویل، د ایران د اوبو حق د تامینول د تهران او کابل د اړیکو د پراختیا مهم عامل دی.

د طالبانو  د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په یوه بیان کې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د سیمه ییزو پرمختګونو، د اړیکو پر پیاوړتیا او نورو دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړې.

د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له ایران سره د دغې ډلې اړیکې دوستانه او مثبتې وبللې او په ټولو برخو کې یې د امکان تر حده د دغو اړیکو د پراخولو غوښتنه وکړه.

متقي وويل، چې سږ کال په هېواد کې د خداى په فضل سره بارانونه وشول، چې له امله يې له څو کلونو وچکالۍ وروسته په نيمروز ولايت او سيستان کې د هلمند له بحيرې څخه اوبه لاندې شوې.

قمي په غزې تراډه د صهیونیسټ رژیم د ښکاره تېري او په دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ د اسرائیلي رژیم د برید په غندلو سره د طالبانو له دریځ څخه د مننې په څرګندولو سره وویل اوبه د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا یو مهم عامل دی او هیله لرم د اوبو جریان به دوام ومومي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي