۰
اروپايي ټولنه:

د ښځوغږ باید له طالبانو سره د هر ډول ښکیلتیا برخه وي

سی شنبه ۴ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۱
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازې رافیله ایودیس، په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخت سره په خبرو کې ویلي، چې له طالبانو سره په هر ډول خبرو کې باید د ښځو غږ برخه وي.
د ښځوغږ باید له طالبانو سره د هر ډول ښکیلتیا برخه وي
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازې رافیله ایودیس، په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخت سره په خبرو کې ویلي، چې له طالبانو سره په هر ډول خبرو کې باید د ښځو غږ برخه وي.

نن سه شنبه د ثور په څلورمه، آیوډیس په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې له ښاغلي بخت سره یې د افغانستان په اړه وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

هغه زیاته کړه، په دې کتنه کې یې د نجونو د تعلیم پر حق، د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د هغه په ​​وينا، "د ښځو غږ بايد په افغانستان کې د هر ډول خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته په افغانستان کې پر نجونو او ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي.

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي