د بشري حقونو سازمان فریدمنو له طالبانو غوښتي چې د پوهنتون پخوانی استاد رسول پارسي له بنده خوشې کړي.
دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلی پارسي د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې پر طالبانو د نیوکې له امله په ناحقه نیول شوی و.
د اعلامیې پر بنسټ، طالبانو د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د دغه پوهنتون استاد دین ته د سپکاوي په تور په ۱۶ میاشتې بند محکوم کړ.
رسول پارسي د هرات پوهنتون پخوانى استاد او مدني فعال دى چې پر طالبانو د نيوکې له امله نيول شوى و.
جمهورخبري آژانس