د طالبانو ویاند وايي چې د دغې ډلې د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.
ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ (د ثور ۲۴) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي نور محمد ثاقب د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د اسلامي نړۍ پوهان سره په جلا جلا توګه د مشورتي ناستې په څنډه کې وکتل.
طالبانو ادعا کړې چې ښاغلي اردوغان په افغانستان کې د امنیت او روان وضعیت څخه خوښي څرګنده کړه.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست هم په دې کتنه کې وویل چې افغانستان له ترکیې سره د ښو او پرمختللو اړیکو غوښتونکی دی.
دغه محصل زیاته کړه، اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه افغانستان له تاسو هیله لري چې د اسلامي امت د ستونزو په حل کې مهم رول ولوبوي.
جمهورخبري آژانس