د افغانستان د مقاومت جبهې اعلان وکړ چې د دغې جبهې ځواکونو په هرات ولایت کې په دوو جلا حملو کې څلور طالب جنګیالي وژلي او ژوبل کړي دي.
دغې جبهې نن دوشنبه د ثور په ۲۴مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دوی ځواکونو تېره شپه د هرات ښار په ۱۱مه ناحیه کې د طالبانو د ترهګرې ډلې پر یوې پوستې برید وکړ چې په دغو بریدونو کې یو یې هم په شا وتمبول شو.
د خبر په اساس په دغه بریدکې ۲ تنه طالبان ووژل شول، ۱ بل ژوبل دی.
خبرځاى زياته کړه چې د مقاومت دځواکونو په يوه بل بريد کې پرون سهار نهه بجې د هرات ولايت د تولک ولسوالۍ په کلور سيمه کې يو طالب جنګيالي په نښه او ووژل شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په وژل شویو کې یو د هرات د اوبې ولسوالۍ امنیه قومندان مولوي عبدالرحمن و.
ويل کيږي چې له دغه طالب جنګيالي څخه يوه کلاشينکوف او يوه راديو هم د ملي مقاومت د جبهې د ځواکونو له خوا نيول شوي دي.
د مقاومت جبهې ټینګار کړی چې په دغو عملیاتو کې د دغې جبهې ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
جمهورخبري آژانس