۰

په غور کې د سېلابونو د تلفاتو شمېر ۵۰ تنو ته ورسېد

شنبی ۲۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۰
په غور کې د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی چې په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰ ته رسېدلی او یو شمېر نور لادرکه دي.
په غور کې د سېلابونو د تلفاتو شمېر ۵۰ تنو ته ورسېد
په غور کې د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی چې په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰ ته رسېدلی او یو شمېر نور لادرکه دي.

د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د پرون جمعه د ثور په ٢٨مه په فيروزکوه ښار او دولينه، تولک، شهرک او مرغاب ولسواليو کې سېلابونو درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو سېلابونو له امله تر اوسه ۵۰ تنه وژل شوي دي.

خبرځاى زياته کړه چې ښايي د مړو شمېر زيات شي ځکه چې يو شمېر کسان لا هم ورک دي.

په غور کې د طالبانو د والي دفتر هم زیاتوي چې د دغو سېلابونو په پایله کې د استوګنې ۲ زره کورونه او ۲۵۰۰ دوکانونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۴۰۰ نور کورونه په جزوي توګه ویجاړ شوي دي.

دا هم ویل کیږي چې په دغو سیلابونو کې زرګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي