په کابل کې د ترکیې سفارت اعلان کړی چې هېواد یې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره څه باندې ۲۴ ټنه بشري مرستې لېږلې دي.
دغه سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه توکي د ثور په ٢٨مه، د جمعې په ورځ د مزارشريف په مولانا جلال الدين بلخي هوايي ډګر کې افغان سرې مياشتې ته وسپارل شول.
په بیان کې راغلي: "موږ به د خپلو بشري مرستو د اورګاډي په مرسته د ټپونو د درملنې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو چې ژر به روان شي."
دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو سیلابونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
جمهورخبري آژانس