۰

په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو د برید د تلفاتو شمېر شپږ تنو ته لوړ شو

یکشنبه ۳۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۴۳
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې د بامیانو په پېښه کې د بهرنیو سیاستوالو دوه نور کورني ملګري هم وژل شوي دي.
په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو د برید د تلفاتو شمېر شپږ تنو ته لوړ شو
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې د بامیانو په پېښه کې د بهرنیو سیاستوالو دوه نور کورني ملګري هم وژل شوي دي.

قانع شنبې د ثور په ۲۹مه وویل چې د بهرنیو سیلانیانو په برید کې ۳ بهرنیان او ۳ افغانان وژل شوي او ۴ بهرنیان او ۳ افغانان ټپیان شوي دي.

دا پیښه د جمعې په ورځ د ثور د میاشتې په ۲۷ نیټه وروسته له هغې رامنځته شوه چې وسله والو د بامیان په مرکز کې پر بهرنیو سیلانیانو ډزې وکړې.

په دې پېښه کې وژل شوي درې تنه د هسپانوي اتباع دي.

تر دې مخکې طالبانو ویلي وو چې په دې پېښه کې یې ۳ بهرني اتباع او د دوی یو افغان همکار وژلی دی.

تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي