۰

د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال د پکتیکا او پکتیا ولایتونو له مشرانو سره وکتل

یکشنبه ۳۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۵۵
د طالبانو سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د پکتيکا او پکتيا ولايتونو له يو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل او ويې ويل چې هر څوک کولاى شي خپلې غوښتنې په څرګند ډول بيان کړي.
د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال د پکتیکا او پکتیا ولایتونو له مشرانو سره وکتل
د طالبانو سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د پکتيکا او پکتيا ولايتونو له يو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل او ويې ويل چې هر څوک کولاى شي خپلې غوښتنې په څرګند ډول بيان کړي.

طالبانو  نن یکشنبه (ثور ۳۱) د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي، د پکتیکا قومي مشرانو د پوهنې، روغتیا او د سړکونو جوړولو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه او د حل په موخه یې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

دوی وویل، پکتیکا ولایت د پرمختګ له پلوه یو وروسته پاتې او محروم ولایت دی. او په دې ولایت کې دې د نیمه پایو پروژو پیل او روغتیايي خدمتونو ته د لرو پرتو سیمو د خلکو لاس رسی ته دې پاملرنه وشي.

د پکتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ مشرانو او قومي مشرانو هم د طالبانو له سياسي مرستيال سره د خلکو ستونزې او وړانديزونه شريک کړل او په دې ولسوالۍ کې يې د رغنيزو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال وویل چې هر وګړی کولای شي خپلې غوښتنې د دغې ډلې د امارت له چارواکو سره شریکې کړي.

نوموړي وويل، چې د دې ډلې امارت د ټولنې د يوې مهمې برخې په توګه د پوهنې برخې ته ډېره پاملرنه کوي او هر کال د افغانستان خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو هڅې روانې دي.

د طالبانو د ډلې دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږی چې دغې ډلې له دریو کلونو راهسې ښځې او نجونې له کار او زده کړې څخه بې برخې کړی دی چې د اسلام له مقدس دین سره په وچه کښې دی.

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي