د طالبانو د ډلې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د قرغزستان د سوداګرۍ له مرستیال ماکیشوف چنګیز سره وکتل او دواړو لورو د دغې ډلې او قرغزستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا خبرې وکړې.
د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د کازان فورم د غونډې په څنډه کې د قزاقستان د سوداګرۍ وزارت له مرستیال ماکیشوف چنګیز سره وکتل. د وزارت
طالبانو ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د دوه اړخیزو سوداګریزو توازن پر زیاتوالي او د دوه اړخیزو صادراتو او وارداتو په اړه خبرې وکړې.
جمهورخبري آژانس