۰

روسیې د افغانستان له کرنیزو محصولاتو سره لېوالتیا څرګنده کړه

یکشنبه ۳۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۰
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک وايي، د هېواد بازارونه د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته لېوالتیا لري.
روسیې د افغانستان له کرنیزو محصولاتو سره لېوالتیا څرګنده کړه
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک وايي، د هېواد بازارونه د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته لېوالتیا لري.

د روسیې تاس خبري اژانس د اورچوک له خولې ویلي، چې افغانستان تېر کال روسیې ته د انګورو او وچې مېوې صادرات پیل کړل او د روسیې بازارونه افغان محصولاتو ته لېوالتیا لري.

د هغه په ​​وينا، مسکو هيله لري چې روسيې ته د افغانستان صادرات نور هم زيات شي او د ترانسپورت او اکمالاتو په برخه کې به هم اړيکې پراختيا ومومي.

اورچوک دغه څرګندونې د روسيې او اسلامي نړۍ د پنځلسم اقتصادي فورم په څنډه کې چې د اپريل له ٢٥مې نېټې څخه تر ٣٠مې نېټې پورې د روسيې په کازان ښار کې پيل شوې، وکړې.

دغه کلنۍ غونډه د روسيې او د اسلامي همکاريو د سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو، اقتصادي، علمي او تخنيکي، ټولنيزو او کلتوري اړيکو د پياوړتيا او همدارنګه د اسلامي مالي نظام د بنسټونو د پراختيا په موخه ترسره کېږي.

په دې غونډه کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم ګډون کړی و.

هغه له روسي چارواکو وغوښتل چې افغانستان ته د روسي غلو د صادراتو بیه راټیټه کړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي