۰

یوناما: افغانستان د اقلیم د بدلون له ویجاړونکو اغیزو سره مخ دی

یکشنبه ۳۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۲
په کابل کې د ملګرو ملتونو د نمايندګۍ د دفتر مرستياله اندريکا راتوت وايي چې افغانستان د شنو خونو د ګازو په اخراج کې ونډه نه لري. مګر دا د خپلو ویجاړونکو اغیزو سره مخ دی.
یوناما: افغانستان د اقلیم د بدلون له ویجاړونکو اغیزو سره مخ دی
په کابل کې د ملګرو ملتونو د نمايندګۍ د دفتر مرستياله اندريکا راتوت وايي چې افغانستان د شنو خونو د ګازو په اخراج کې ونډه نه لري. مګر دا د خپلو ویجاړونکو اغیزو سره مخ دی.

ښاغلي رشتوت نن دوشنبه د ثور په ۳۰مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې "د اقلیم کړکیچ دوام لري افغانان چې د شنو خونو د ګازو په اخراج کې ونډه نه لري، خو له ویجاړونکو اغیزو سره مخامخ دي."

نوموړي په دې وروستیو کې په بغلان ولایت کې له سیلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه او زیاته یې کړه چې په دغه ولایت کې له سیلاب ځپلو سره د مرستو لړۍ روانه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ورځو کې د مدېش سېلابونو د هېواد په يو شمېر ولايتونو په تېره بيا د هېواد په شمال، شمال ختيځ او شمال لوېديځ کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي