۰

د ایران ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر د چورلګې لوېدو پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی

دوشنبه ۳۱ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۱
 ایراني چارواکو او رسنیو تایید کړې، چې د ایران ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او ورسره ملګري د چورلکې د لوېدو په پښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ایران ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر د چورلګې لوېدو پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی
 ایراني چارواکو او رسنیو تایید کړې، چې د ایران ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او ورسره ملګري د چورلکې د لوېدو په پښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، امیرعبداللهیان او ورسره ملګري پرون یکشنبې د غوايي ۳۰ مه د قیز قلعه سي بند له پرانستې وروسته د تبریز ښار په لور په چورلکه کې د ایران په لور روان و چې د ختیځ آذربایجان په ورزقان سیمه کې یې چورلکه وغورځېده.
 
له رییسي سره په چورلکه کې د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان، د تبریز ښار د جمعې امام حجت الاسلام علی ال هاشم، د ختیځ اذربایجان والي ملک رحمتي، د ولسمشر د محافظت قطعې قومندان سردار سید مهدي موسوي، د ولسمشر یو ساتونکی او درې تنه نور سپاره وو، چې ټول ۹ واړه کسان وژل شوي دي.
 
تر نن سهار دوشنبې د غوايي ۳۱ مې پورې د دغه چورلکې د موندلې هڅې روانې وې، چې د سهار کابو ۷ بجې د ژغورنې عمله وتوانېده، چې د پېښې ځای پیدا کړي.
 
د ایران د سرې میاشتې د ژغورنې ډلې جزیات نه دي ورکړي خو یوازې ویلي یې دي، چې وضعیت ډېر خراب دی.
 
خو ایراني رسنیو د دغه هېواد د سپاه ځواک د چارواکو له قوله تایید کړې، چې رییسي، عبداللهیان او ورسره ملګرو په دغه پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
 
ابراهیم رئیسي د ایران اتم ولسمشر وو او تر دې مخکې د ایران د قضایه قوې مشر، د خبره ګانو شورا غړی او د ایران د مذهبي مشر آیت الله علی خامنه ای یو له نېږدې کسانو څخه وو.
 
جمهورخبري آژانس
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي