په بامیانو کې پر بهرنیو سیلانیانو له برید وروسته د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد له اتباعو غوښتي چې افغانستان ته سفر ونه کړي.
دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د "ډېر بې ثباته امنیتي وضعیت او د ترهګریزو بریدونو د لوړ خطر" له امله باید افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
د دغه وزارت د اعلاميې پر بنسټ، د باميانو په پېښه کې يوه ليتوانيايي مېرمن ټپي شوې او اوس يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
په همدې حال کې د ثور په ٢٧مه، د جمعې په ماښام وسله والو کسانو د باميانو په مرکز کې پر بهرنيو سيلانيانو ډزې وکړې.
په دې پېښه کې ۳ هسپانوي او ۳ افغان اتباع وژل شوي او ۴ بهرني سیلانیان او ۳ نور افغانان ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس