۰

متقي د سيمه ييزو همکاريو په پراختيا کې د رئيس رول ارزښتناک وباله

دوشنبه ۳۱ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۵۱
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ایران سفارت له سرپرست سره وکتل او د سیمه ایزو همکاریو په پراختیا کې یې د ایران د ولسمشر رول ارزښتناک وباله.
متقي د سيمه ييزو همکاريو په پراختيا کې د رئيس رول ارزښتناک وباله
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ایران سفارت له سرپرست سره وکتل او د سیمه ایزو همکاریو په پراختیا کې یې د ایران د ولسمشر رول ارزښتناک وباله.

د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن دوشنبه د ثور په ۳۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او کابل کې د دغه هېواد له سرپرست سفیر حسن کاظمي قمي سره ولیدل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، مقتي د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان او ورسره پلاوي د مړینې له امله تسلیت و وايي، او د ایران له دولت او ملت سره یې د افغانستان د خلکو خواخوږي او غم شریکي څرګنده کړه.

ښاغلي متقي د سیمه ییزو همکاریو په پراختیا په ځانګړې توګه له افغانستان سره د ایران د ولسمشر رییسي او بهرنیو چارو وزیر عبداللهیان رول مهم او ارزښتناک وباله.


قمي هم پ د ایران حکومت او خلکو د دغې پیښې په لومړیو شیبو د افغانستان د سرپرست دولت او خلکو د خواخوږۍ او تسلیت پیغامونه تر لاسه کړل.

نوموړي همداراز د ولسونو او طالبانو او ایران اړیکې ښې وبللې او زیاته یې کړه چې د جنازې د مراسمو په اړه به د اسلامي جمهوریت له وروستیو پرېکړو افغان لوري ته معلومات ورکړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي