۰
ملګري ملتونه:

په افغانستان کې وروستیو سېلابونو ښځو او ماشومانو ته ډېر زیان اړولی دی

دوشنبه ۳۱ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۵۵
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په وروستیو سیلابونو کې ښځې او ماشومان تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.
په افغانستان کې وروستیو سېلابونو ښځو او ماشومانو ته ډېر زیان اړولی دی
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په وروستیو سیلابونو کې ښځې او ماشومان تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.

دغه سازمان نن دوشنبه د ثور ۳۱مه د هېواد په شمال ختیځو ولایتونو کې د سېلاب ځپلو د وضعیت په اړه یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي چې د وروستیو سېلابونو په ترڅ کې نارینه‌وو په عامه ودانیو لکه جوماتونو کې پناه اخیستې ده. خو ښځې او ماشومان یې له سرپناه پرته په خلاصو لارو کې شپې او ورځې تېروي.

په راپور کې دا هم راغلي چې په دغو سېلابونو کې د ټپيانو ډېره برخه ښځې دي، چې د مې تر ۱۴مې نېټې پورې يې د ګرځنده روغتيايي ټيمونو له خوا درملنه شوې ده.

د دغه راپور له مخې، د ټپیانو بېړنۍ درملنه، سرپناه، مالي او نغدي مرستې، غیر خوراکي توکي، خوراکي توکي او د روغتیا ساتنې اسانتیاوې د سېلاب ځپلو اساسي اړتیاوې دي.

راپور زیاتوي، ښځې او نجونې په ځانګړې توګه روغتیايي کڅوړو، حفظ الصحې محصولاتو او غذايي خوړو ته اړتیا لري.

د ښځو چارو ریاست هم ټینګار کړی چې زیانمنو ښځو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره باید د مرستندویه موسسو ښځینه کارکونکي هم په ګاونډیو سیمو کې شتون ولري.

دغه سازمان زیاته کړه، "د اړتیاوو په ارزونه او بشري غبرګونونو کې د ښځو خوندي ګډون باید تضمین شي، په شمول د ښځینه کارکونکو لپاره په صحرا کې د شپې تېرولو لپاره د خوندي ځایونو یا سرپناه چمتو کول، او همدارنګه د اړتیا په صورت کې د محرم لګښتونه."

د سازمان په وینا، "د ښځو په مشرۍ سازمانونه او د ښځو ډلې په ارزونه او ځواب کې شامل کړئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې د بیړنیو مرستو په اړه معلومات د هغو چینلونو او بڼو په کارولو سره شریک شوي چې د ښځو او نورو خطر سره مخامخ وي."

په همدې حال کې طالبانو په نړیوالو مرستندویه موسسو کې د افغان ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.

د يادونې وړ ده، چې د وروستيو سېلابونو له كبله په تېره بيا په بغلان، تخار، كندوز، بدخشان، غور او فارياب ولايتونو كې سلګونه كسان مړه او سلګونه نور ټپيان شوي دي. دغو سېلابونو په زرګونو کورونه او هکتاره کرنيزه ځمکه هم ويجاړه کړې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي