د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر محمد یونس غازي زاده وايي، د دغه ولایت د زعفرانو په صادراتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
هغه وويل، چې په ١٣٠٢ لمريز کال کې له هرات څخه د ٤٥٥ زره ډالرو په ارزښت ٣٣٠ کيلوګرامه زعفران صادر شوي، چې د تېر کال په پرتله د پام وړ کموالى ښيي، چې د ٦٢٧ زره ډالرو په ارزښت ٦٥١ کيلوګرامه زعفران صادر شوي وو.
د هغه په وينا، په هرات کې په ١٣٠٢ کال کې د زعفرانو حاصلات د ١٤٠١ کال په پرتله تر نيمايي ډېر کم شوي دي.
خو؛ ښاغلي غازي زاده هیله څرګنده کړه چې اورښتونه به سږ کال په هرات کې د زعفرانو حاصلات زیات کړي.
جمهورخبري آژانس