۰

امریکا د ۱۷ زره افغان کډوالو د پناه غوښتنې په اړه بیاکتنه وکړه

سی شنبه ۱ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۹
د کډوالو د عدالت ملي مرکز (NIJC) وايي، واشنګټن د هغو ۱۷۰۰۰ افغان غوښتونکو د کډوالۍ دوسیې څېړلې چې له ایستلو وروسته امریکا ته داخل شوي دي.
امریکا د ۱۷ زره افغان کډوالو د پناه غوښتنې په اړه بیاکتنه وکړه
د کډوالو د عدالت ملي مرکز (NIJC) وايي، واشنګټن د هغو ۱۷۰۰۰ افغان غوښتونکو د کډوالۍ دوسیې څېړلې چې له ایستلو وروسته امریکا ته داخل شوي دي.

دغه مرکز تېره شپه د غوايي ۳۱مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د دغو ټولو غوښتنو ازموينه د دې لامل شوې چې د پناه غوښتنه وشي.

تر دې وړاندې د امریکا حکومت په ۱۸ میاشتو کې یوازې د ۱۸۰۰ پناه غوښتونکو دوسیې څېړلې وې.

کرکلنډ ایلیس، یوه بله موسسه چې په امریکا کې د پناه غوښتونکو د حقونو دفاع کوي، ویلي چې د دغه هېواد حکومت په ټولیز ډول له ۱۸۰۰۰ څخه د زیاتو پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه څېړلي دي.

د کرکلنډ الیاس یوه چارواکي مایکل ویلیمز د امریکا له حکومته وغوښتل چې په دې برخه کې دې ناکامه نه شي.

د يادونې وړ ده، چې وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ او د کابل له هوايي ډګر څخه د بهرنيو همکارانو د ويستلو لړۍ پيل شوه، تر ١٢٠ زرو ډېر کسان ويستل شوي، چې ډېرى يې امريکا ته لېږدول شوي دي. د دغو مهاجرو ډيری يې په امريکا کې د اوسيدو قانوني اسناد نه درلودل.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي