د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په بغلان کې درې وسله وال طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.
دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه برید نن ماسپښین شاوخوا ۲ بجې د بغلان ولایت د اندړو ولسوالۍ اړوند پل حصار ته څېرمه د طالبانو په یوه پوسته ترسره شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې برید کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
خبرځاى زياته کړه چې په ټپيانو کې د يوه طالب روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ دى.
د مقاومت جبهې څرګنده کړه چې په دغو عملياتو کې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
جمهورخبري آژانس