۰

د طالبانو د اقتصاد وزیر د ملګرو ملتو د سرمنشي له مرستیال سره وکتل

سی شنبه ۱ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۰
د طالبانو ډلې د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف په افغانستان کې په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې مېرمن روزماري ډی کارلو ، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازې مېرمن روزا اوتونبایوا اود سیاسي چارو مرستیال مارک پوتزل سره وکتل.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د اقتصاد وزارت نن (د غبرګولي لومړۍ نېټه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې غونډه کې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، له خصوصي سکټور او متشبثینو سره پر ملاتړ او همکارۍ، د بزګرانو لپاره د کوکنارو د بدیل کښت په پروګرامونو تمرکز، د حرفوي او تخنیکي روزنیزو مرکزونو په جوړولو،د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د بې وزلۍ کمولو او د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو بهیر په پراختیایي مرستو بدلولو خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي