د عزیزي بنسټ مشر میرویس عزیزي اعلان وکړ چې د غور ولایت له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره یې شل میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.
ښاغلي عزيزي نن سه شنبه د جوزا په لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې دغه مرستې به د سيمه ييزو طالبانو له چارواکو سره په هوکړه کې د غور په سېلاب ځپلو کورنيو ووېشل شي.
هغه زياته کړه چې ورور يې همايون عزيزي به د دغو مرستو د څرنګوالي څارنه کوي.
عزيزي تر دې وړاندې هم د هېواد په شمال ختيځو ولايتونو کې له سېلاب ځپلو سره پنځوس ميليونه افغانۍ ځانګړې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې په غور ولایت کې وروستیو سیلابونو د دغه ولایت اوسېدونکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د دغو سېلابونو په نتيجه کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپيان شوي او ګڼ کورونه او زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
جمهورخبري آژانس