۱

طالبانو ۸۱۹ قیراط د پنجشېر یاقوت پلورلی دی

چهارشنبه ۲ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۱۵
په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټروليم رياست اعلان وکړ چې د يوه ليلام په ترڅ کې يې ٨١٩ قيراط زمرد او يو صندوق د پنجشېر ياقوت پلورلي دي.
طالبانو ۸۱۹ قیراط د پنجشېر یاقوت پلورلی دی
په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټروليم رياست اعلان وکړ چې د يوه ليلام په ترڅ کې يې ٨١٩ قيراط زمرد او يو صندوق د پنجشېر ياقوت پلورلي دي.

دغه ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پنجشېر له کانونو څخه د زمردو او یاقوت د استخراج د لیلام غونډه د سه شنبې په ورځ د زمري په لومړۍ نېټه جوړه شوه.

د اعلامیې پر بنسټ، د ۲۶۹ زره ۵۵۰ ډالرو په ارزښت۸۱۹ قیراط زمرد او یو بکس د ۱ زره ډالرو په ارزښت یاقوت یو کورني سوداګر وپلورل شو.

د یادولو وړ ده چې دا ۱۸م ځل دی چې طالبانو د پنجشېر زمرد د افغانستان تر کنټرول لاندې راوستی دی.

دا ډله د افغانستان تر کنټرول وروسته په بې توپیره توګه د هېواد کانونه استخراجوي او مواد یې پلوري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي