وروسته له هغه چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو راوتلو او هېوادوالو ته یې پراخ ځاني او مالي زیانونه واړول، د خوړو نړیوال سازمان وايي، دغه سازمان ټینګار کړی چې ښايي افغانستان په راتلونکو میاشتو کې د لا زیاتو سیلابونو شاهد وي.
په افغانستان کې د دغه سازمان مشر، هاو وي لي وويل: "له يوې وروسته بل ناورين په رامنځته کېدو سره چې ټولنه يې اغېزمنه کوي، هغوی [خلک] بې وزلۍ ته اړوي. په افغانستان کې د خوراکي توکو امنيت اوس د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی."
هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
د هغه په وينا، د هېواد په شمال لوېديځ کې د غور او فارياب په ولايتونو کې د تېرې اوونۍ سېلابونو خلکو ته ځاني او ستر مالي زيانونه اړولي دي.
ولي وويل چې په ولسواليو کې د ترانسپورتي لارو د خرابوالي له امله زيانمن شويو خلکو ته بشري مرستو رسول ستونزمن شوي دي.
هغه دا هم وويل چې د خوراک نړيوال سازمان په هېواد کې د سېلابونو له ګواښ سره مخامخ سيمو کې د خوراکي توکو د مرستې، بېړنيو تغذيې او استنادي دېوالونو د جوړولو لپاره ١٤،٥ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري.
جمهورخبري آژانس