۰
طالبان:

د ایران مرحوم ولسمشر له موږ سره ښې اړیکې جوړې کړې وې

پنجشنبه ۳ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۴
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د ایران سفارت ته ورغلی او د ایران د ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او ورسره ملګرو د مړینې په پار یې د خاطرو په کتاب کې لیکنه او لاسلیک کړی دی.
د ایران مرحوم ولسمشر له موږ سره ښې اړیکې جوړې کړې وې
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د ایران سفارت ته ورغلی او د ایران د ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او ورسره ملګرو د مړینې په پار یې د خاطرو په کتاب کې لیکنه او لاسلیک کړی دی.

د طالبانو ارګ نن پنشنبې د غبرګولي ۳ مه په یوه خبرباڼه کې ویلي،  مولوي عبدالکبیر  و ویل، د طالبانو امارت او د افغانستان خلک په دې ستر غم کې ځانونه د ایران له اسلامي جمهوریت او ولس سره شریک ګڼي. 

مولوي کبیر زیاته کړې ارواښاد رئیسي له اسلامي امارت سره ښې اړیکې جوړې کړې وې او هیله ده چې له دې وروسته به د افغانستان او ایران دوستانه اړیکې نورې هم ټینګې شي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي