د راستنیدونکو کډوالو د ستونزو د حل لپاره د طالبانو د ډلې کمېسون اعلان کړی چې دغې ډلې د راستنیدونکو مهاجرینو لپاره د یوه صنعتي پارک د جوړولو په اړه خبرې کړي دي.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د مهاجرینو د ستونزو د هواري د کمېټې غونډه د دغې ډلې د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ جوړه شوه.
طالبانو ویلي چې په دې غونډه کې د مهاجرینو د ستونزو د هواري د عالي کمیسیون دندو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وشوې.
دغه ډله وايي، په دغه کمېسيون کې هېواد ته د راستنېدونکو سوداګرو او پانګوالو لپاره د ښارګوټو او صنعتي پارکونو د جوړولو او په ځانګړې توګه د کمېسيون د کمېټو د طرزالعملونو په اړه خبرې وشوې.
باید وویل شي، چې په افغانستان کې د طالبانو ډلې له واکمنۍ سره، ځوانان او پانګوال له دغه هېواده په تېښته دي.
جمهورخبري آژانس