د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه ډلې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني براد د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره تهران کې لیدلي دي.
دغه وزارت پر خپله اېکس پاڼه د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه او د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره د ملا عبدالغني برادر او مولوي امیرخان متقي د لیدنې انځورونه هم خپاره کړي دي.
طالبانو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، چې د یوه پلاوي په ملتیا د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان او ورسره نورو ملګرو د جنازې مراسمو لپاره تهران ته تللي دي، پرون له هنیه او آل ثاني سره کتلي دي.
هغوی له دې وړاندې د ایران د سرپرست ولسمشر ډاکتر مخبر، د پوځ له مشر او د بهرنیو چارو وزارت سره مرستیال سره هم لیده کاته کړي دي.
جمهورخبري آژانس